اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) د ق??اخ??تان وزیراعظم اوالژاس بیك تینوف د شنګھائي مرستي تنظیم (اېس سي او) سر مشريزه غونډه كښې ګډون لپاره د نهي په ورځ پاکستان ته راورسيد۔ د اسلام آباد په نړيوال هوائي ميدان ?? مواصلات او نجکارۍ وفاقی وزیر عبدالعلیم خان ??و نورو اعلیٰ چارواكو د هغه په ریډ کارپټ هركلے وكړو۔په دې موقع روایتی جامو كښې ملبوس ماشومانو هغه ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه۔ د ق??اخ??تان وزیراعظم د راتګ په موقع د نجكارۍ وفاقي وزیر او ق??اخ??تان وزیراعظم ترمينځه د خیرسګالۍ خبرې وشوې۔ پاکستان كښې د ق??اخ??تان سفارتخانې اعلیٰ سفارتي چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔د ق??اخ??تان وزیراعظم د پاكستان دوره د دواړو هېوادونو ملګرتيا ته ودې وركولو او سيمه ايزې مرستي لپاره مهمه ده۔د اېس سي او غونډه كښې د نړيوالو لارښودو ګډون سره د سيمه ايز امن امیدونه زيات شوي دي
Nguồn bài viết : Trực tiếp bóng đá