اسلام آباد۔17دسمبر (اے پي پي ) د سعو??ي عرب د شوریٰ کونسل چیئرمین ډاکټر عبداللہ بن محمد بن ابراہیم الشیخ د اعلیٰ كچ پ??رلیماني پلاوي سره اسلام آباد ته رارسېدلے ??ے۔ د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په هوائي اډه د ګران مېلمه هر كلے وكړو ۔ په دې مهال ماشومانو د شوریٰ کونسل چیئرمین ته ګلدسته وړاندې كړه ۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق ووئېل ستاسو په دورہ خوشحاله شوم ،پاکستان د سعو??ي عرب سره خپلو زړو او د ورورولۍ اړيكو ته ډېر په قدر ګوري ، دواړو هېوادونو په هر مشکل وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې ۔ سردار ایاز صادق ووئېل د سعو??ي عرب د شوریٰ کونسل چیئرمین د پاكستان دورہ د پارلیماني رابطو په وده كښې ب?? مهم پیشرفت به ثابت شي ۔د سعودي مجلس شوریٰ کونسل مشر ووئېل د پاکستان په دورہ کولو ډېر خوشحاله شوم ، په تود هر كلي كولو د سپیکر مشکور يم ، د پاکستان راتللو پ?? مهال راته عمر له خلوص او مينه ترلاسه شوې ۔ د سعودي د شوریٰ کونسل چیئرمین ډاکټر عبدالله بن محمّد بن ابراہیم الشیخ د سپیکر سردار ایاز صادق په بلنه د پاکستان دورہ کوي ۔ د سعودي د شوریٰ کونسل چیئرمین به د سپیکر نه علاوہ صدر مملکت، وزیراعظم ، د سېنټ چیئرمین او نورو سیاسي لارښودو سره جلا جلا ملاقاتونه کوي ۔ د سعودي شوریٰ کونسل چیئرمین د پاکستان دورې ته ډېر اهمیت وركړے كېږي ۔ د سعودي شوریٰ کونسل چیئرمین د پاکستان راتګ سره به پارلیمانی روابط ته وده تر لاسه شي۔
Nguồn bài viết : Tỷ số bóng đá